د هلمند والي مولوي امان الدین منصور د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د یو شمیر حافظانو د فراغت په مراسمو کې د امیرالمومنین حفظه الله له اوامرو او فرامینو څخه پر اطاعت ټینګار کړي او د اسلامي امارت دښمنانو ته یې خبرداری ورکړی، د اسلامي نظام په وړاندې له منفي تبلیغاتو او د دسیسو جوړولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مبارزې روحیه لا هم پیاوړې ده او د هېواد د امنیت د ګډوډونکو او دسیسه جوړونکو پر وړاندې د درېدو بشپړ چمتووالی لري.
دغهراز مولوي امانالدین منصور د اسلامي امارت مخالفینو ته خبرداری ورکړی، چې د نظام پر ضد له منفي تبلیغاتو او دسیسو جوړولو څخه ډډه وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.
همدارنګه نوموړي له خلکو غوښتي، چې د اسلامي امارت د رهبر له اوامرو او لارښوونو څخه پیروي وکړي او د اسلامي نظام پر وړاندې له منفي تبلیغاتو ځان وساتي.
په همدې مراسمو کې د بدخشان د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو امر، مولوي وجیهالدین فایق، او یو شمېر دیني عالمانو هم ویناوې کړې دي او د دیني زده کړو ترڅنګ یې د عصري علومو او پرمختللې ټکنالوژۍ د زده کړې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
دوی ویلي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته د دیني مرکزونو او جوماتونو د پراختیا زمینه برابره شوې او د دیني او عصري علومو د زده کړې لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته شوي دي.

