ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات – مزار شریف اوسپنی پټلۍ پروژې د چارو پر چټکتیا خبرې شوي

په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل مولوي نور محمد متوکل د افغانستان د رېل پټلۍ جوړولو او پراختیا کنسرسیوم له اجراییوي ریس مصطفی رضایي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هرات – مزار شریف اوسپنۍ پټلۍ پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز دواړو لوریو د پروژو کاري شریکانو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د دغې پروژې په پلي کولو کې د افغان شرکتونو په فعاله ونډه خبرې کړې دي.