د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو پلاوي غونډه تېره ورځ(دوشنبه د غبرګولي په ۲۶مه) ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د پلاوي غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته یې په مجاز لېست کې د اړتیا وړ درملو د شمولیت، د بې کیفیته درملو د راوړلو د مخنیوي او همدارنګه یې د هېواد د درملو د تنظیم سیستم په معیاري کېدو بحث او هراړخیزه ارزونه وکړه.
په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده وسپارل شوه، چې په بازار کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوړو او درملو د پېر او پلور مخنیوی وکړي.

