د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د افغانستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو لومړۍ غونډه د «سیمهییزو همکاریو په پراختیا کې د فکري مرکزونو ستراتیژیک رول» تر سرلیک لاندې په کابل کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اوزبیکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان او اذربایجان د مطالعاتي مرکزونو او فکري بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ګډو ګټو، سیمهییز اتصال او متقابلو همکاریو پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه لري.
نوموړي زیاته کړې، د نړیوال نظام له بدلونونو او شته ننګونو سره سره د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو اړیکې د عملمحور، فرصتمحور او همکارۍ پر بنسټ تر بل هر وخت پراخې شوې دي.
ښاغلي متقي ویلي، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ژورې او دوامدارې همغږۍ لپاره اړینه ده چې د مطالعاتي او څېړنیزو بنسټونو متخصصان د ګډو همکاریو لپاره عملي او هر اړخیزه تګلاره جوړه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو په ګډه سیمهییزه ناسته کې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه یو مثبت پرمختګ وباله.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې په سیمه کې سوله د ټولې سیمې په ګټه او ناامني او بېثابتي د ټولې سیمې او نړۍ په زیان ده.
د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې په نړۍواله کچه د کړکېچونو او جګړو له رامنځته کېدو وړاندې باید د خبرو له لارې د ستونزو او مسایلو پر حل غور وشي.
دغهراز د بهرنیو چارو وزیر د اقلیمي بدلونونو، چاپېریالي ستونزو، امنیتي اندېښنو او سیمهییزو شخړو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دا ننګونې د سیمې د علمي او څېړنیزو بنسټونو ګډ کار او همغږي ضروري کوي.
نوموړي افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي وصل د پله په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې د کاسا-۱۰۰۰، ټاپي، افغان ټرانس رېل پټلۍ، لاجورد دهلېز او نورو سیمهییزو پروژو بریالیتوب د دقیقو اقتصادي او څېړنیزو مطالعاتو ملاتړ ته اړتیا لري.
متقي همداراز د سیمې د واقعیتونو، فرصتونو او ننګونو د بومي روایت پر رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړونکي باید خپله د سیمې د پرمختګونو او بدلونونو روایت وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په پینځمه نېټه په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ لومړۍ غونډې د سیمهییزو همکاریو لپاره مهم سیاسي چوکاټ برابر کړی، خو د سیاسي هوکړو د عملي کولو لپاره لا هم د څېړنیز او تخصصي میکانېزم رامنځته کېدو ته اړتیا شته.
د نوموړي په وینا، د دغې غونډې موخه د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د متقابل تفاهم پیاوړتیا، د ګډو همکاریو لپاره د علمي او څېړنیزو وړاندیزونو برابرول، د سیاسي، اقتصادي او امنیتي تحولاتو ارزونه او د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، پانګونې او فرهنګي تبادلو په برخو کې د نوو همکاریزو لارو موندل دي.
مولوي امیرخان متقي په پای کې ویلي، چې علمي او څېړنیزه همکاري د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ تر ټولو اغېزمنه او دوامداره بڼه ده او افغانستان چمتو دی؛ چې د منځنۍ اسیا او اذربایجان له څېړنیزو بنسټونو سره خپلې علمي او فکري اړیکې لا پراخې کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دغه غونډه به په سیمه کې د علمي همکاریو، ګډو څېړنو او فکري تبادلو د نوي پړاو پیل وګرځي.

