ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د محرم الحرام په میاشت کې د بشپړ امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د یاد وزارت رهبرۍ غونډه کې د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

خلیفه سراج الدین حقاني د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون په پلي کېدو او د محرم الحرام میاشتې په بهیر کې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره د اړینو امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د ریښتیني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، څو د ولس او امنیتي ځواکونو په همغږۍ په خپل وخت ستونزو ته رسېدنه وشي.

همدرانګه په غونډه کې له جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو د چمتو کولو او همداراز د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو ټینګار شوی.