د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، د مبلغانو لپاره د جوړ شوي درې ورځني اصلاحي، علمي او روزنیز سیمینار د پای په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
نوموړي مبلغانو ته په خطاب کې ویلي: «په ټولنه کې د دیني ارزښتونو ترویج ستاسو دیني او رسمي مسولیت دی او باید په دې برخه کې په بشپړ تعهد او مسولیت سره خپلې دندې ترسره کړئ.»
د امر بالمعروف وزیر د دیني داعیانو د ځانګړتیاوو او صفاتو یادونه کړې او مبلغان یې د دعوتي فعالیتونو په لاره کې صبر، استقامت او زغم ته هڅولي دي.
ښاغلي حنفي د قرآن کریم د ایتونو په رڼا کې ویلي، هر څومره چې یو بنده د الله تعالی په نزد لوړ مقام او محبوبیت ولري، په هماغه اندازه یې مسولیتونه او مکلفیتونه هم زیاتېږي.
نوموړي زیاته کړې: «هغه اختلافات چې د دین د دښمنانو له لوري د افغانانو ترمنځ رامنځته شوي و، د اسلامي نظام په ټینګېدو سره له منځه تللي او د اسلام بدخواهان د اسلامي امت د یووالي او انسجام پر وړاندې مات شوي دي.»

