د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، د لبنان کړکېچ ډېر پېچلي پړاو ته رسېدلی او د جګړې دوام به د لبنان او سوریې لپاره پراخې بشري او امنیتي پایلې ولري.
نوموړي له «المشهد» شبکې سره په خبرو کې ویلي، سوریې د دې کړکېچ د حل لپاره نوې تګلاره وړاندې کړې چې د نښتو پر سمدستي درېدو او په لبنان کې د یوه هر اړخیز سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بهیر پر پیل متمرکزه ده.
الشرع ټینګار کړی، چې دمشق له خپلو پولو بهر هېڅ ډول پوځي انتخاب نه تعقیبوي او د ډیپلوماتیکو حللارو، د لبناني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د رغېدو ملاتړ کوي.

