ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سویس په مذاکراتو کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، چې د سویس په مذاکراتو کې په لبنان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي

عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادو مذاکراتو د هوکړو په پایله کې د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه ځنډول شوي، سمندري محاصره پای ته رسېدلې، د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا ستره طرحه پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو هوکړو لومړنۍ عملي ازموینه به په لبنان کې د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی وي.