د ایران سپاه پاسداران ویلي چې نن یکشنبه سهار مهال یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ په کویټ کې د علي السالم اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو پینځمه د بېړۍډله په نښه کړي.
سپاه پاسدارن زیاته کړې چې دغه بریدونه یې د ایران پر پینځو ساحلي پوستو د امریکا د برید په غبرګون کې کړي.
سپاه پاسدارن د تفاهم یادښت ته په اشاره ویلي چې په هرمز تنګي کې د تګ او راتګ د اداره کولو مسولیت د ایران پر غاړه دی او له دې وروسته به له سرغړوونکو کښتیو سره «تر پخوا سخت چلند» وشي.
سپاه پاسداران دغه راز خبرداری ورکړی چې د اوربند نقض او یا تېری کوونکی اقدام، حتی که محدود هم وي، له سخت ځواب سره به مخ شي.
بلخوا د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي، چې د امریکا جنګي الوتکو تېره شپه د هرمز تنګي په بېلابېلو برخو کې د ایران پر ۱۰ نظامي موخو هوایي بریدونه کړي.
د سنټکام په وینا، دغه بریدونه یې په هرمز تنګي کې د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ د ایران بېپیلوټه الوتکې برید په غبرګون کړي دي.

