ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د نقاشۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

 د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ارتلند هنري ګالري او اریانا نقاشي روزنیز مرکز له لوري په غزني ښار کې د (نقش خاموش) په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ په اسلام کې کلتور او هنر ځانګړی مقام لري او باید اسلامي هنر ته د شریعت په چوکاټ کې وده ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څه موده وړاندې هم د هنرمندانو په همکارۍ په دې ریاست کې د خطاطۍ هنر نندارتون جوړ کړی و او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې په راتلونکې کې د ولایت په کچه د نقاشۍ یو لوی نندارتون هم جوړ کړي.

د نوموړي په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اسلامي او افغاني هنرونو ملاتړ ته ژمن دی او هنرمندان کولای شي، چې د خپلې نقاشۍ له لارې د ناوړه دودونو او د نشه‌يي توکو د زیانونو پر وړاندې مبارزه وکړي او ټولنه یې له خطرونو څخه خبره کړي.

 ورته مهال د دغه نندارتون جوړوونکي ویلي؛ د دې نندارتون د جوړېدو موخه د هنرمندانو هڅونه او په ټولنه کې د نقاشۍ هنر عامول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه نندارتون کې ۵۰۰ نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوې دي، چې په جوړولو کې یې له قلم او روغني رنګونو څخه کار اخیستل شوی دی او د داسې نندارتونونو جوړول د خلکو، په ځانګړي ډول د نقاشۍ له هنر سره د مینه‌والو لپاره د دې هنر د معرفي کولو ښه فرصت برابروي.