ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ایران له سفیر لیدنه کړې

اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال سره د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې سید روح‌الله حسیني لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د سفر، زیارت، درملنې او زده‌کړو بهیر اسانه کول، د ګډو کلتوري پروګرامونو پراختیا او د دوه ‌اړخیزې همغږۍ له لارې د سیلانیانو د تګ راتګ زیاتول وو.

 مولوي قدرت‌الله جمال ویلي؛ افغانستان او ایران له ښې او دوستانه اړیکې لري، د سیاحت، درملنې، زده‌کړو او د کربلا زیارت کوونکو لپاره د ترانسپورټ په برخو کې باید اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

 ښاغلي جمال د ایران له سفیر څخه غوښتي، چې ایران دې د خپلو تجربو په اساس د اطلاعاتو او لکتور وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی د مجربو استادانو له علمي تجربو او لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړې، چې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو هوکړه ‌لیک جوړ او د دواړو لورو له خوا به لاسلیک شي.

 په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي ویلي؛ افغانستان او ایران ژور دیني، فرهنګي او تمدني مشترکات لري.

دغه‌راز نوموړي د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او په سیاحتي او زیارتي برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.

 ښاغلي بیکدلي زیاته کړې، چې د دواړو دوستو او ورونو هېوادونو د تجربو شریکول به د سیاحت د صنعت د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.

 همداراز په کابل کې د ایران سفیر ویلي؛ د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همغږۍ سره به په افغانستان او ایران کې د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انستیتیوت د استادانو لپاره ځانګړي روزنیز سیمینارونه جوړ شي، چې تدریس به یې ایراني استادان کوي.

 په پای کې دواړو لوریو په کلتوري او سیاحتي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او په یادو برخو کې یې د دوامدارې همغږۍ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.