ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د یوناما له نوي مرستیال سره د بشري مرستو او پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د یوناما د نوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي، برونو لامارک، سره د معرفت ناسته ترسره کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې برونو لامارک د بشري مرستو د اغېزمن مدیریت او د مرستو د وېش د ښه والي په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

مولوي امیرخان متقي د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیایي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بلخوا، د یوناما نوي مرستیال د هرکلي له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ورسپارل شویو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ.