په بشکیک کې د افغان ـ قرغيز سوداګریز فورم ناسته، د افغانستان او قرغیزستان د دولتي ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکتور استازو او چارواکو په ګډون تر سره شوه.
په بشکیک کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراخ ظرفیت یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او گډو اقتصادي نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
همدا راز د افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
د فورم په ترڅ کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ “د سوداګرۍ شورا” د رامنځته کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا، ګډو نوښتونو د همغږۍ او اقتصادي پروژو د ودې اوملاتړ په برخو کې فعالیت لا پراخه کړي.

