د پاکستان د متجاوز پوځي رژیم بریدونو کې د ملکي وګړو له تلفاتو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، سټیفن دوجاریک په یوې خبرې ناستې کې ویلي، چې د دې سازمان سر منشي انتونیو ګوترېش پر ملکي تلفاتو سخت اندېښمن دی.
دوجاریک زیاته کړې، چې ګوترېش د ملکي وګړو او تاسیساتو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړې، چې د پاکستان لهخوا په وروستیو تر سره شویو بریدونو کې ګڼ ملکي کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

