د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ هر ډول هوکړه دوهاړخیزه ده او که امریکایي لوری خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، ایران به هم د هوکړهلیک پر موادو عمل وکړي.
پزشکیان په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «تفاهم یو دوهاړخیز اصل دی. که امریکایي لوری هوکړهلیک ته ژمن پاتې شي، موږ به هم پر خپلو ژمنو عمل وکړو.»
د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې د «نامعقولو څرګندونو او بېبنسټه ګواښونو» پر وړاندې د تهران تګلاره د عقلانیت او انساني کرامت پر بنسټ ولاړه ده، او که اړتیا پېښه شي، ایران به له خپلو ملي ګټو څخه په قاطعیت دفاع وکړي.

