ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوناما، اروپايي ټولنې، یونیسف او هند  د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو غندنه کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر افغانستان د وړمې شپې هوايي بریدونه، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، غندلي دي.

د اعلامیې له مخې، هند دغه بریدونه «د ښکاره تېري عمل» بللی او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼلی دی.

دغه‌راز د هند د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړی دی.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

 یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

یوناما همدارنګه د نړیوال بشردوستانه حقوقو د اصولو پر رعایت ټینګار کړی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغو بریدونو له امله د ماشومانو پر شهادت او ټپي کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې په هر ډول شرایطو کې باید د ماشومانو خوندیتوب تضمین شي.

یونیسف له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

همدارنګه، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي وګړو شوي بریدونه غندلي او د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

د استازولۍ په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په هر ډول شرایطو کې باید د نړیوال بشردوستانه قانون اصول رعایت شي.

بلخوا د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ، پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې د ملکي وګړو پر تلفاتو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون اصولو ته درناوی وکړي او هغه مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژيم د وړمې شپې په هوايي بمباریو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۳۶ ولسي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي وو.