ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وینزویلا کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر ۱۷۰۰ تنو ته لوړ شو

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وینزویلا په وروستیو زلزلو کې د مړو شمېر یو زر او ۷۱۹ تنو ته رسېدلی او پنځه زره او ۳۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

هم‌مهاله، د امریکا د هوايي او فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د خپلو ارزونو پر بنسټ ویلي، چې د دغو زلزلو له امله نږدې ۵۹ زره ودانۍ زیانمنې شوې یا په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

بلخوا، د وینزویلا د ملي شورا رییس، خورخه رودریګز ویلي، چې د زیانمنو شویو سیمو ۹۰ سلنه برېښنا بېرته فعاله شوې او د بې‌ځایه شویو کسانو د لنډمهالي استوګنځي لپاره ۱۵ موقتي کمپونه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ژغورونکو ځواکونو تېره ورځ یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو له کنډوالو ژوندي را ایستلي دي.