ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ نداء محمد ندیم د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د علمي تجربو پر شریکولو ټینګار کړی

د لوړو زده کړو وزير شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې.

شیخ نداء محمد ندیم د ایران سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې ایران او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او یو د بل همکارۍ او ښه تعامل ته اړتیا لري.

دغه راز نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي تجربو پر شریکولو ټینګار کړی او ښاغلي علي رضا بېکدلي ته یې د علمي اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی.

ورته مهال د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په دې وروستیو کې د ایران په اړه د افغانستان له دریځ څخه مننه کړې او د لوړو زده کړو وزارت سره یې غوره تحصیلي اړیکو، همکاریو او د تجربو شریکولو ته چمتووالي ښودلی دی.