ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر او د ترکمنستان د قونسلګرۍ له مرستیال بګنج عبدالله‌یوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د چټکتیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

د هرات والي په دې لیدنه کې وړاندیز کړی، چې د افغانستان په تورغونډۍ او د ترکمنستان په سرحداباد سیمه کې ګډ افغان ـ ترکمن نندارتون جوړ شي.

ورته مهال، بګنج عبدالله‌یوف د ګډ افغان ـ ترکمن نندارتون د جوړېدو له وړاندیز څخه هرکلی کړی او د ټاپي پروژې د چارو په چټکتیا کې یې د هرات د سیمه‌ییزو چارواکو دوامداره همکاري مهمه بللې ده.