ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مصر ولسمشر د غزې د اوربند هوکړې پر سمدستي پلي کېدو ټینګار کړی

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غزې د اوربند د هغې هوکړې پر سمدستي پلي کېدو ټینګار کړی، چې د تېر زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې د مصر په شرم‌الشیخ ښار کې لاسلیک شوې وه.

د مصر ولسمشر ویلي، چې باید د غزې د اوربند د هوکړې د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هڅو مخه ونیول شي.

ورته مهال، د صهیونیستي رژیم د تازه بریدونو له امله په غزې تړانګه کې دوه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، دغه فلسطینیان د غزې ښار په شمال او د جبالیا په کمپ کې شهیدان شوي دي.