ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان مرکزي بانک ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک غواړي، چې سبا (دوشنبه د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه نېټه) د داوطلبۍ له لارې د (۱۶) میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک په وینا؛ د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د یادونې وړ ده،  چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.