ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP)رییس الکساندر دي کرو نن کابل ته را ورسېدل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې هغوی ته ښه راغلاست وویل او دغه سفر یې د افغانانو د ژوند د رښتینې انځور وړاندې کولو لپاره غوره فرصت یاد کړ.

مولوي عبدالرحمن راشد وویل: موږ په دې باور لرو، چې هېڅ خبر د حضور شتون او مستقیمو اړیکو په پرتله د افغانانو د ژوند رښتینی انځور نه شي وړاندې کولای.

نوموړی زیاتوي، کلونه کېږي، چې میلیونونه افغانان په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او له ډېرو ستونزه سره سره یې له خپل هېواد سره اړیکه ساتلې ده.

دغه‌راز ښاغلي راشد د کډوالو وضعیت، د هغوی ستونزو اورېدلو، اړتیاوو پوره کولو او د وړ حل‌لارو موندلو په برخو کې ستاسې پاملرنه ډېر ارزښت لري، چې د انساني کرامت ساتلو او د کډوالو ژوند ښه کولو کې مرسته کوي.

ورته مهال ښاغلي برهام صالح وویل: زموږ د سفر موخه له نږدې د افغانانو د ژوند ستونزو ارزول او ورته رسېدنه کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه افغانان راستانه شوي، چې دا پر نړۍواله کچه له لویو شمېرو ګڼل کېږي، موږ له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو او هیله لرو، چې مرستې ورته ورسېږي.

دغه‌راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعاله څانګه لري، چې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې د خلکو ژوند ښه والي لپاره مرستې کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې خلکو ته به د کاري بوختیاوو زمینه برابره کړي.