د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې له هند سره د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې دغه سفر د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.
د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې چې مولوي عطاءالله عمري به د دغه سفر په ترڅ کې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسولینو، د یاد هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې به دواړه لوري د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو څخه هم لیدنه وکړي، څو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دغه هېواد له بریالیو تجربو او عصري ټکنالوژیو څخه ګټه پورته کړي.

