د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د روسیې هېواد څلورو کمپنیو مسولینو سره لیدنه کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې په دې لیدنه کې د حرارتي، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او افغانستان کې شته تولیدي کارخونو د سیستمونو په بدلون او بیا رغونه په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز ملا عبدالحق همکار افغانستان کې د برېښنا تولید او تولیدي کارخونو بیا رغونې او سیستمونو عصري کولو اړوند برخو کې د پانګونې شته اسانتیاوې د دوه اړخیزه ګټو لپاره مهمې بللي او ډاډ یې ورکړي، چې د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پانګوالو سره هر ډول همکاري کوي.
ورته مهال د څلورو روسي کمپنیو مسولینو له ډبرو سکرو څخه په نوي عصري سیستم د ګاز، برېښنا، تودوخې تولید او د حرارتي برېښنا تولید کارخونو اساسي بیا رغونه او د ظرفیت لوړول او د فابریکو لپاره د ټوربینونو نوي نصب او پرزو تولید برخو اړوند معلومات د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس سره شریک کړي دي.
د ناستې پای کې په دې پریکړه شوې، چې روسي پانګه وال به د پانګونې راجلبونې او ملاتړ ریاست سره د ګډو ناستو تر څنګ د برېښنا تولید کارخونو تخنیکي مطالعاتو په موخه خپلې لومړنۍ ارزونې له نږدې پیل کړي.

