ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ ومړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله نن (سې شنبه، چنګاښ ۱۶مه) د هند په يوه روغتون کې د ۳۸ کلونو په عمر ومړ.

افغان کرېکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني ښودلې او د نوموړي مړينه يې د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضايعه بللې ده.

 شاپور ځدراڼ ۱۹۸۷زېږديز کال کې په د لوګر ولایت زېږدلی و، خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ (ODI) سیالي په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې د هالنډ لوبډلې پر وړاندې ترسره او وروستۍ  يو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۹ زېږديز کال د ايرلينډ پر وړاندې ترسره کړې.

نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره په ټولیز ډول ۴۳ نړیوالې یوورځنۍ (ODI) او ۳۲ شل‌اوریزې نړیوالې (T20) سیالۍ ترسره کړې او په دې موده کې یې د هېواد کرکټ ته ارزښتناک خدمتونه وکړل.

بايد وويل شي، چې شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ د بنسټ اېښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو و، چې په خپلو هلو ځلو یې په هېواد کې د کرېکټ لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.