د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د شمال ختیځ زون ۲۱۷ عمري قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د یادې قول اردو له قوماندان ملا شرف الدين «تقي» او اړوند لواءګانو له مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
دفاع وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د قول اردو د امنیتي، اداري او نظامي چارو د وضعیت ارزونه کړې او د چارو د لا ښه تنظیم او ترسراوي په موخه یې اړینې سپارښتنې کړي.
همداراز ښاغلي مجاهد د کندوز ولایت له یو شمېر معیوبو مجاهدینو سره هم لیدنه کړې او د درناوي او ملاتړ په موخه یې ورسره نغدي مرستې هم کړې ده.

