ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ناروې کمېټه په افغانستان کې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کابل پورې کرنیزې او اقلیمې پروژې پلې کوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر تاریا مګنوسون واتردال سره وکتل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د بزګرانو، د بڼوالو او مالدارانو د ملاتړ، د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې او د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه خبرې کړي.

د ناروې کمېټې مسولینو په دې لیدنه کې وویل، چې دغه اداره به تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې د طبیعي سرچینو، د خوړو امنیت، بدیل معیشت او اقلیمي بدلونونو برخه کې پروژې پلې کړي.