د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د مشترکې کمېټې څلورمه ناسته نن پنجشنبه په نوي ډیلي کې تر سره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وایي، د دې ناستې مشري د دې وزارت لومړي سیاسي رییس شعیب بریالي او د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي انند پرکاش کوله.
د ښاغلي تکل په وینا، په دې ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاريو په اډانه کې د ویزو د صدور او د سوداګرۍ پر ستونزو او د صادراتو او وارداتو پياوړتیا باندې خبرې شوې دي.

