د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله بشیر په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بېګدلي سره لیدنه کړې.
د معیار او کیفیت اداره وایي، چې په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د ایران سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړې؛ چې د صادراتو او وارداتو معیاري کول د معیار او کیفیت ادارې له اساسي مسولیتونو څخه دي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو رعایتول نه یوازې د توکو د کیفیت لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د خلکو د روغتیا، حقونو او عامه ګټو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.
ورته مهال د ایران سفیر ښاغلي بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړیکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ افغانستان او ایران دوه مسلمان، ګاونډي او ورونه هېوادونه دي چې په خپلو کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري.د ایران اسلامي جمهوریت د سټنډرډ اداره پوره چمتووالی لري ترڅو د معیارونو او معیارجوړونې اړوند او د تخنیکي تجربو د لېږد په برخه کې د افغانستان د معیار او کیفیت له ادارې سره همکاري وکړي.
نوموړي د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړې، څو د یاد هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړي.
په پای کې، دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت په موخه د رغنده تعاملاتو پر دوام، د تخصصي همکاریو پر پراختیا او د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړي دی.

