د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه مجهز او عصري ۵۰ بستریز «جياېچ» روغتون د جوړولو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د مرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دغه روغتون په پینځه جرېبه ځمکه په معیاري توګه جوړېږي، چې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړې، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه د خوست مرکز اړوند ملاريا باغ کې د ښځو او ماشومانو لپاره یو ځانګړی ۱۰۰ بستریز روغتون هم په پام کې نيول شوی دی.

