د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دغه وزارت د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره لیدنه کړې او د هغوی بریاوې یې ستایلي دي.
خلیفه سراجالدین حقاني لوبغاړي لا ډېرو تمرینونو ته هڅولي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې، چې اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي، په هرځای کې د ورورولۍ او یووالي پیغام خپور کړي، له تعصب او بدبیني څخه لرې اووسي.
په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې رهبري او ورزشکارانو او د فوټبال فدراسیون مسولینو شتون درلود.
حافظ احمد جان ځدراڼ ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ورزش د پرمختګ په حال کې دی او د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې له برکته ورځ تر بلې ورزشي لاسته راوړنې ډېریږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سرتاسري سولې او ښه امنیت له برکته په ټول هېواد کې ورزشي فعالیتونو ته زمینه برابره شوې او دغهراز یې له خلیفه صېب څخه ځانګړې مننه کړې، چې تل یې ورزشکاران تشویق کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې ( خوست اریانا لوبډلې) تازه د زونونو په کچه د فوټبال سیالیو اتلولي، چې د هلمند ولایت په کوربتوب ترسره شوې، ترلاسه کړې ده.

