د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د صهیونستي رژیم په یوه هوايي برید کې، چې د غزې تړانګې په مرکزي برخه د دیرالبلح ښار پر یوه استوګنیز کور شوی، د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، په شهیدانو کې یو سړی، د هغه مېرمن او شپږ کلنه لور شامل دي، خو د دغې کورنۍ درې کلن زوی ټپي شوی.
بل لور ته، صهیونستي رژیم د اجباري تخلیې له امرونو وروسته د غزې په مرکزي سیمو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د المغازي په سیمه کې یو استوګنیز کور په نښه شوی او په یوه بل برید چې د دیرالبلح کې پر یوه کور شوی، دوه کسان ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې اسراییلي ځواکونو د دوو ساعتونو په موده کې د غزې د مرکزي سیمو لپاره د اجباري تخلیې څلور جلا امرونه هم صادر کړي دي.

