د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، په کابل کې له علماوو، مسولینو او قومي مخورو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه وزارت به په هېڅ شرایطو کې د اسلامي شریعت او دیني احکامو له پلي کېدو لاس وانخلي.
نوموړي په دې مراسمو کې وویل: «د شریعت د ټولو احکامو او قوانینو د بشپړ پلي کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده او اوس وخت رارسېدلی چې علما، قومي مخور او د رسنیو فعالان په دې ګډ مسولیت کې خپله همغږي لا پیاوړې کړي او اجازه ور نه کړي چې دښمن د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړي.»
د امر بالمعروف وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: «په تېرو پنځو لسیزو کې افغانستان له سختو انقلابونو او بېلابېلو بدلونونو سره مخ و، چې دې ملت ته یې ډېرې ستونزې او کړاوونه ورپېښ کړي دي. اوس تاسو، ځوانان او مشران، باید هڅه وکړئ چې د دې ولس پر زخمونو مرهم کېږدئ.»
د هغه په وینا: «اسلام یوازینی دین دی چې اخلاق یې له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي. هر کله چې په ټولنه کې اخلاق مراعات شي، د خلکو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابرېږي او منکرات په طبیعي ډول له منځه ځي.»
ښاغلي حنفي همداراز له علماوو وغوښتل، چې د منبر او محراب له لارې د ټولنې د اصلاح او د منکراتو د مخنیوي لپاره فعاله ونډه واخلي او زیاته کړه، چې د اسلامي احکامو پلي کول د ټولو مسلمانانو ګډ مسولیت دی.

