ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسولینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له امر سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو، په ځانګړې توګه د بامیان ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې د وضعیت او د زده‌کوونکو د اړتیاوو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شول او د ملګرو ملتونو پلاوي د ښوونیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د لیدنې په دوام د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امر له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د بنسټیزو پروژو د بشپړولو، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا، د برېښنا او ودانیزو څانګو د تجهیز او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د يادونې وړ ده، چې یاد پلاوی به د خپل سفر په دوام د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د پنجاب او ورس ولسوالیو کې د اړوندو پروژو او ښوونیزو مرکزونو څخه هم لیدنې وکړي.