ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسپانيې د ارجنټاین په ماتولو سره د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

د اسپانيې فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته ۱-۰ ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي يې خپله کړه.

د دغې سیالۍ پایلوبه تېره شپه «یکشنبه، د جولای ۱۹مه» د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شوه.

دا د اسپانيا په تاریخ کې د فوټبال نړیوال جام دویمه اتلولي ده، چې دا ځل یې د تېر نړیوال جام اتل ارجنټاین په ماتولو سره تر لاسه کړه.

د اسپانيا لوبغاړو د لوبې له پیل څخه ښه لوبه وکړه او د رامنځته شویو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې یې خپله برلاسي وساتله.

لوبه په ټاکلي وخت کې له ګول وهلو پرته مساوي پای ته ورسېده، خو د اضافي وخت په دویمه نیمایي کې فېران توريز بریالی شو د هسپانیا لپاره د بریا ګول ووهي او خپله لوبډله د نړیوال جام اتله کړي.

ارجنټاین هم د پایلې د بدلولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو ونه توانېد چې د لوبې برخلیک بدل کړي.

د اسپانيا د ملي لوبډلې منځنی لوبغاړی رودري د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او د نړۍ د مخکښو منځنیو لوبغاړو په ډله کې یې خپل ځای لا پیاوړی کړ.

همدارنګه، د فرانسې ستوري لوبغاړي کیلیان امباپه په دې نړیوال جام کې د ۱۰ ګولونو په وهلو سره د سیالیو د غوره ګول وهونکي لقب خپل کړ.