د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون خبر ورکړی، چې د پاکستان له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې له ګډون پاتې شوه.
د فدراسیون په وینا، د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کېږي، خو پاکستان افغان لوبغاړو ته د سفر ویزې نه دي ورکړي.
د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، بنګلهدېش او نېپال لوبډلو د ګډون پلان و، خو کوربه هېواد د افغانستان پر ځای د ازبکستان لوبډله شامله کړې ده.
بلخوا، افغان ورزشکاران وایي چې ورزش د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابل درناوي او دوستۍ سمبول دی، خو د دوی په وینا، پاکستان د نورو برخو په څېر ورزش هم سیاسي کړی دی.
ټاکل شوې ده، چې د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ سبا د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په کوربتوب پیل شي.

