ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنې د نورستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د نورستان سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.  

دغې استازولۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ټولنه د دغو ویجاړوونکو سېلابونو د زیانمنو ترڅنګ ولاړه ده او هیله څرګندوي چې لادرکه کسان ژر وموندل شي.

دغه‌راز له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت په نورستان او د افغانستان په نورو ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله خواشیني ښودلې وه. 

یاد سفارت په یوه خبرپاڼه کې د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي او ټپيانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې تېره ورځ دوشنبه(د چنګاښ ۲۹مه) د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د پېښو پر وړاندې مبارزې او  چمتووالي ادارې د مرستېال ویاند قاري تاج محمد همت وایي، د لومړنیو ارقامو له مخې په نورستان کې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله ۲۳ تنه شهیدان شوي، شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان شوي او له ۱۰۰ څخه زیات نادرکه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر بدلون ومومي.