په دې سفر کې به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمهییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
همداراز د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.