ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات والي او د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال لیدنه؛ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف، د ترانسپورټ او د کانونو له وزیر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

 هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هرات–ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو، د ګډو نندارتونونو جوړولو، د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د هرات محصولاتو د صادراتو پراختیا، د ازبکستان–ترکمنستان–تورغنډۍ–هرات د ترانزیټي دهلېز د پراختیا، سوداګرو ته د ویزو ورکړې اسانتیا، د رباط پریان بندر او لوژستیکي مرکز د جوړولو او له هرات څخه د ازبکستان د توکو د وېش د مرکز په توګه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړي دي.

جمشید خواجه‌یف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او د سوداګرۍ ترانسپورټ، صنعت او پانګونې په برخو کې یې د همکاریو د پراخولو لپاره د ازبکستان چمتووالی څرګند کړی او د ترانزیټي لارو پراختیا او سیمه‌ییزې همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو د زیاتوالي لپاره مهمې بللې دي.

د لیدنې په پای کې شیخ مولانا اسلام‌جار د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوی په مناسب وخت کې هرات ته د سفر بلنه ورکړې، ترڅو د ګډو همکاریو او پانګونې فرصتونه له نږدې وارزوي.