د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام مخکاموف رستمویچ سره په لیدنه کې د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ترانزیټي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو د موټرچلوونکو لپاره د ویزو ورکړې د بهیر د اسانتیا په اړه خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر ډاډ ورکړی چې ازبکستان ته د افغانستان د ترانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتوالي لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال، ملا محمد فاضل مظلوم ویلي افغانستان او ازبکستان د متقابل پرمختګ او همکاریو لپاره پیاوړې اراده لري او دواړه لوري باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د دې ترڅنګ په دې ناسته کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیم به د ترانسپورټي او ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا لپاره په ګډه عملي کړنې پېلوي.

