د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یف سره په لیدنه کې د کرنې په برخه کې د همکاریو پراختیا، د پانګونې فرصتونو او د کرنې برخه کې د ګډو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
مولوي عطاءالله عمري په دې غونډه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې شته ظرفیتونه او فرصتونه تشریح کړي او د ازبیکستان د حکومت له مسولینو او د خصوصي سکټور له استازو یې غوښتي، چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په دغو برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د کرنې او کرنیزو ماشینآلاتو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، هېواد یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول پنبې، کچالو او نورو کرنیزو تولیداتو ته اړتیا لري او چمتو دی چې د تولید د پراختیا، پروسس او له افغانستان سره د ګډو همکاریو په برخه کې کار وکړي.
دغهراز د غونډې په پای کې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د یادو شویو ژمنو او توافقاتو د ارزونې او عملي کولو لپاره به یو ګډ تخنیکي ټیم جوړېږي، څو د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو بهیر په اغېزمنه توګه پر مخ ولاړ شي.

