ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کانونو په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کندلان د مسو کان د اکتشاف د هوکړې او د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون د پلي کېدو، د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

دغه راز په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه ‌لیکونو د پلي کېدو بهیر ارزول شوی او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.