ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د ترانزیټي او رېل‌پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه‌یف، سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د اوسپنې پټلۍ د مهمو بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت وایي، چې د لیدنې په پیل کې دواړو لوریو د افغان‌ټرانس د اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل نېټې د ټاکلو په اړه خبرې کړي او د دې مهمې سیمه‌ییزې پروژې پر چټک عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز په غونډه کې د تورغونډۍ بندر پراختیا هم د بحث مهمه موضوع وه. د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل هېواد له لوري د یاد بندر د پراختیا په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو همداراز د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه خبرې کړي او ازبکستاني پلاوي په دې پروژه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

همدارنګه د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د کچې لوړول په اړه خبرې شوي او په دې برخه کې دواړو خواوو د ترانزیټي همکاریو د پراختیا، د انتقالاتو د زیاتوالي او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په لیدنه کې د سالنګ لویې لارې له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر هم وڅېړل شو.

د ټولګټو وزیر ویلي، د ترانزیټي اسانتیاوو د ښه والي لپاره د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي.

ملا محمد عیسی ثاني ډاډ ورکړی، چې دا مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر دي او ازبکستان کولای شي د اسلامي امارت د نافذه اصولو، قوانینو او معیارونو په چوکاټ کې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز نوموړي د ګډو پروژو په عملي کېدو کې د ټولګټو وزارت د همکارۍ او ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، ترانزیټي او دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او دا یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د تامین لپاره مهم او ګټور بللی دی.