د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو د کډوالو چارو له رییسانو سره لیدنه کې د راستنېدونکو پر ستونزو، د اړتیا وړ مرستو او د خدمتونو د لا ښه کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رییسانو د راستنېدونکو کورنیو د اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړي.
د دوی په وینا، تر دې دمه لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرې خوراکي مرستې وېشل شوي او د راتلونکو مرستو د وېش لپاره هم اړین پلان چمتو شوی دی.
دغهراز په غونډه کې د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو ته د راستنېدونکو د وضعیت ارزونه شوې او د هغوی د دایمي استوګنې، لومړنیو خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه بېلابېل وړاندیزونه هم شریک شوي دي.
مولوي عبدالکبیر د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رییسانو ته ښه راغلاست ترڅنګ، د راستنېدونکو د خدمتونو په برخه کې یې د هغوی هڅې ستایلې دي.
نوموړي د راستنېدونکو د دایمي یوځایکېدو اهمیت ته په اشارې ویلي، چې شته امکانات باید په اغېزمن ډول وکارول شي او اړمنو راستنېدونکو ته پر وخت او مناسب خدمات وړاندې شي.
د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر وړاندې شوي وړاندیزونه مهم بللي او د ځینو سپارښتنو تر څنګ یې په یادو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د لړۍ د پیل یادونه هم کړې ده.

