د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند، د ازبکستان د سټنډرډ ادارې له رییس، جمعه نظروف اکمل، سره لیدنه کړې.
د مالیې وزارت وایي، په دې لیدنه کې د ګډو اقتصادي کمېسیونونو د بیا فعالولو، د حیرتان بندر کې د مجهز نفتي لابراتوار د جوړولو، د صادراتي او وارداتي توکو لپاره د ګمرکي بهیر د اسانتیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د ګمرکي سیستمونو د نښلولو او فعالولو، د نفتي معیارونو د همغږۍ او د پرمختللو تجهیزاتو په وسیله د ګمرکونو د عصري کولو په اړه خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، د ازبکستان د سټنډرډ ادارې رییس د حیرتان بندر کې د صادراتي او وارداتي توکو د ارزونې لپاره د یوه مجهز لابراتوار د جوړولو په برخه کې د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی او زیاته کړې ده، چې د دې ترڅنګ به په همدې برخه کې د افغان مسلکي کادرونو د روزنې زمینه هم برابره شي.
بلخوا، د مالیې وزیر د دغه اقدام هرکلی کړی او د ازبکستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، افغانستان له دوستو او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبکستان سره، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

