د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د ادیف خیریه بنسټ له مسولینو سره لیدنه کړې او د ګډو همکاریو په هکله یې خبرې اترې کړي.
سرپرست وزیر د یاد بنسټ مسولینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د دیني پروګرامونو د پیاوړتیا په برخه کې د دوی د همکاري او لیوالتیا څرګندولو ستاینه کړې.
د ادیف خیریه بنسټ مسولینو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د دیني مدرسو، دارالایتامونو، جوماتونو او نورو خیریه پروګرامونو د پیاوړتیا په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړی.
څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت د جومات د بیارغونې پروژه هم د نوموړي بنسټ له لوري پلي شوه او همدارنګه، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د خاتم الانبیاﷺ دارالایتام ودانۍ هم څه موده وړاندې د یاد بنسټ په همکاري د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر له لوري پرانیستل شوه.