اطلاعاتو او کلتور وزارت د تسلیت پیغام په خپرولو سره د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رییس مولوي ذبیح الله امیري شهادت ضایعه بللې.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: “د اسلامي نظام د دښمنانو دغه ډول بزدلانه کړنې به زموږ پر کلکې ارادې او متين عزم هېڅ اغېز ونه کړي.”
ښاغلی امیري د بدخشان ولایت له بهارک ولسوالۍ څخه مرکز فیضاباد ته د راستنېدو پر مهال د دوو تنو وسلهوالو له خوا د برید هدف ګرځېدلی دی.
د اعلامیې پر بنسټ یو بریدګر د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

