د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانانو جبري ویستنې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان دغه کړنه د اسلامي او نړیوالو قوانینو خلاف ده.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانان د پاکستان په داخلي ستونزو او ننګونو کې لاس نه لري او د ګاونډی هېواد یې غوښتي، چې په خپلې کړې پرېکې بیا کتنه وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره استفاده کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ پداسې حال کې چې د اسلامي امارت ابتدایي مراحل دي، د ګاونډي هېواد دا پریکړه غېر مناسبه او د خواشینۍ وړ ده، چې له خپلې خاورې زمونږ افغان کډوال په زور وباسي او هغوی سره زور زیاتی کوي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د اسلامي او نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو پرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.