د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره مهمه ناسته کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د ناستې پیل کې ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مسولینو څخه د تود هرکلي او مېلمه پالنې په پار مننه کړې او ویلي یې دي:«افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان، دوست او ګاونډي هېوادونه دي، چې په وروستیو کلونو کې یې دوه اړخیزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي. دغهراز د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ سکټور کې، د ګډو همکاریو نوی فصل پرانیستل شوی دی.د ازبکستان له لوري د سرخان–پلخمري برېښنا لېږد پر ستره پروژه پانګونه زموږ لپاره د باور او رښتینې همکارۍ څرګندويي کوي. افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او هیله لرو چې ازبکستان به په راتلونکې کې هم د افغانستان د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.»
ورپسې د ازبکستان برېښنا ملي شرکت مسولینو د سرخان–پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د ارغندې سبسټېشن او د جلالاباد د برېښنا لېږد لین او سبسټېشن د عملي پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي او ډاډ یې څرګند کړی؛ چې یادې پروژې به د ټاکلي مهالوېش او لوړو تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شي.
دوی همداراز ټینګار کړی، چې د دغو پروژو په پلي کېدو کې افغان شرکتونو او تخنیکي کدرونو ته د کار زمینه برابروي، څو د افغانستان د برېښنا سکټور د ظرفیت لوړولو او د کورنیو شرکتونو پیاوړتیا لپاره هم په عملي ډول مرستندوی او اغېزناک تمام شي.

