ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالحکیم حقاني: اسلامي هېوادونه دې د مظلومو فلسطینیانو لاس نیوی او نړیواله محکمه باید د دغه جرمونو په برخه کې بیړنی او جدي اقدام وکړي

پر فلسطین باندې د صهیونیستي اسرائیلو د هوايي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په اړه د سترې محکمې اعلامیه!

له څه وخت راهیسې د فلسطین پر مظلومو مسلمانانو د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو لخوا په ډېره بې رحمۍ هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، چې له امله یې زرګونه فلسطیني ښځې، ماشومان او لویان په شهادت رسېدلي، زیات شمېر یې ټپیان دي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه یې نړېدلي دي.

پر دې سربېره صهیونیستي غاصبو اسرائیلو د نړیوالو قوانینو خلاف د غزې په اوسېدونکو هر ډول لومړني خوراکي توکي، اوبه، درمل، برېښنا او د ژوند نور ضرورتونه بند کړي، چې دغه کار د غزې او نورو سیمو مظلوم مسلمانان له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو دغه کړنه په تر ټولو شدیدو ټکو غندي ځکه د دوی دغه کړنې په بشپړ ډول وحشت او له بشري حقونو سرغړونه ده.

د اسرائیلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې فلسطیني شهیدانو ته د الله ج له سپېڅلي درباره د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه کوي او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

دغه راز د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ اعلانوي او له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غواړي چې د مظلومو فلسطینیانو لاس نیوی وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاته نشي، په دې سربېره نړیواله محکمه باید د دغه جرمونو په برخه کې عاجل او جدي اقدام ترسره کړي.